سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / ایران وایي دوی تیار دي چې نږدې ۲۰۰۰ افغان زندانیان خپل هېواد ته ولېږي

ایران وایي دوی تیار دي چې نږدې ۲۰۰۰ افغان زندانیان خپل هېواد ته ولېږي

ایران وایي دوی تیار دي چې نږدې ۲۰۰۰ افغان زندانیان خپل هېواد ته ولېږي. د ایران د قضایې او بشري حقونو د برخې مسوولینو رسنیو ته ویلي دوی هڅه کوي په یوه جلسه کې ددغه زندانیانو په اړه خبرې او پرېکړه وکړي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ورته ویلي چې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله ایران تیار دی چې ۲۰۰۰ افغان زندانیا افغانستان ته ولېږي. ایراني چارواکو ویلي دوی د افغان حکومت د تیاري په تمه دي چې وکړی شي دغه زندانیان ژر تر ژره خپل هېواد ته ستانه کړي. په ایران کې د کرونا ویروس خورا چټک د پراختیا په حال کې دی چې له امله یې دغه هېواد نږدې ۷۶ زره بندیان له زندانونو ازاد کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: