چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ایران وایي د اوکرایني الوتکې وېشتونکو ته به سزا ورکوي

ایران وایي د اوکرایني الوتکې وېشتونکو ته به سزا ورکوي

ایران وایي د الوتکې وېشتونکو ته به سزا ورکوي. د ایران ولسمشر حسن روحاني تازه په یوه مرکه کې ژمنه کړې چې دی به د الوتکې ویشتونکو پوځیانو ته سزا ورکوي. د ایران ځينو نورو حکومتي سرچینو بیا ویلي چې تر اوسه یې په دې اړه څو کسه نیولي دي او څېړنې پيل شوې دي. ایران څو ورځې وړاندې په پلازمینه تهران کې یوه اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه په نښه کړه. په دغه پېښه کې تر ۱۸۰ پورې کسان ووژل شول چې ډېری یې د اوکراین او کاناډا وګړي وو. په مسافرو کې ایرانیان او افغانان هم شامل وو. دې مسئلې پر ایران په نړیواله کچه فشارونه او نیوکې زیاتې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: