چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ایران: پر امریکا مو د یو لوی برید چمتووالی نیولی و

ایران: پر امریکا مو د یو لوی برید چمتووالی نیولی و

د ايران د سپاه پاسداران ځواک چارواکي وايي، که امريکا پر عراق د دوى کړي بريد ته ځواب ويلى وی، نو دا توغنديز بريدونه به په سيمه کې د يوه ستر عمليات پيلامه وى. د ايران سپاه پاسداران ځواک د فضايي برخې قومندان جنرال امير علي حاجي زاده يوې خبرې ناستې ته ویلي، دوى د زرگونو توغنديو توغولو چمتوالى نیولی و، خو په وينا يې دغه پېښه کې يې له ۲۰ کم توغندي وتوغول. دغه جنرال زياته کړې، دوى د امريکايي ځواکونو د وژنې نيت نه درلود. خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران توغنديز بريد ته په غبرگون کې ويلي چې په دغه بريد کې امريکايي يا عراقي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى او يوازې اډو ته تر ټولو کم تاوان رسېدلى دی. ټرمپ همداراز ویلي چې امريکا به سملاسي پر ايران اضافي مالي او اقتصادي بنديزونه ولگوي او دا بنديزونه به تر هغه پر ځاى وي چې ايران خپل چلند کې بدلون راولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: