امریکا باید د افغانستان حساس وضعیت ته متوجه وي. ایرو ایشیا رېویو نشریې د افغانستان په اړه په یوه اوږده مقاله کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو نوماند جوبایډن ته مشورې ورکړې دي. دغه نشریه لیکي راتلونکې ټاکنې په امریکا کې خورا مهمې دي او که جوبایډن واک ته رسېږي نو د ټرمپ د ورانیو بېرته جوړول به ډېر وخت ونیسي. د سرچینې په خبره تر ټولو مهمه مسئله چې باید جوبایډن ورته متوجه وي هغه د افغانستان اوسنی وضعیت او د سولې روان بهیر دی. نشریه کاږي ټرمپ د ځان لپاره د کمپاین په موخه له داسې یوې ډلې سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې په ترهګرۍ تورنه ده او ډېری غړي یې د امریکا په تور لېست کې دي. سرچینه زیاتوي چې د ټرمپ ددې اقدام له امله په افغانستان کې یو قانوني حکومت کمزوری کړل شو او د امریکا میلیاردونه ډالر او د سرتېرو تلفات په نشت وشمارل شول. یاده نشریه پر جوبایډن غږ کوي چې د خپل کار په لومړیو ورځو کې پر افغانستان تمرکز وکړي او په دغه هېواد کې رامنځ ته شوی نه منل کېدونکی وضعیت پای ته ورسوي.
