یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / بایډن:ټرمپ باید د کمزوري مدیریت او بې پروایۍ له امله له خپلې دندې استعفا ورکړي

بایډن:ټرمپ باید د کمزوري مدیریت او بې پروایۍ له امله له خپلې دندې استعفا ورکړي

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند جوبایډن وایي ټرمپ باید د کمزوري مدیریت او بې پروایۍ له امله خپلې دندې استعفا ورکړي. جوبایډن وايي د کرونا د پراختیا له پیله د امریکا ولسمشر خپل مسوولیتونه و نه پېژندل او پر وخت یې ددغه وبا د مخنیوي لپاره اقدام و نه کړ. دده په خبره نن چې په امریکا کې هر امریکایی وګړی د کرونا له امله مري پړه یې د ټرمپ پر غاړه ده. بلخوا تازه نظرپوښتنه ښيي چې جوبایډن تر ټرمپ اووه سلنه مخکې دی. په دې نظر پوښتنه کې زرګونه کسانو په انلاین توګه برخه اخیستې وه چې په پایله کې یې بایډن تر ټرمپ مخکې ښکاري. تر دې دمه په ټولو ترسره شوو نظر پوښتنو کې جوبایډن تر ټرمپ ډېر پلویان لرلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: