پنجشنبه , اګست 13 2020
کور / خبرونه / بين المللي / برازیل کې ۵۰ زره کسان کرونا وژلي دي

برازیل کې ۵۰ زره کسان کرونا وژلي دي

تر امریکا وروسته برازیل د کرونا وېروس د ډېرې مړینې له امله دویم هېواد اعلان شو.‌ په دې هېواد کې تر اوسه تر ۵۰۰۰۰ ډېر کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي. په دې سره په دې هېواد کې سیاسي لانجې هم په ډېرېدو دي. څو ورځې مخکې برازیل اعلان وکړ چې په هېواد کې په کوویډ-۱۹ ناروغۍ تر یو میلیون ډېر کسان اخته شوي. کارپوهانو بیا خبرداری ورکړی چې په برازیل کې د ناروغۍ اوج لا نه دی رارسېدلی.‌ پر دې سربېره، په برازیل کې د ولسمشر بولسونارو پرضد خلک لاهم لارو کوڅو ته په لاریونونو راوتلي.‌ د حکومت ضد اعتراض کوونکي د ولسمشر د استیضاح غوښتنه کوي.‌ دمګړی په برازیل کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۰۸۶۹۹۰ ته رسېدلی. همدا راز په دغه هېواد کې تر اوسه د کرونا له امله ۵۰۶۵۹ کسه مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: