دوشنبه , اګست 10 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / بزنس انسایډر: افغانستان کې امریکا ناکامه ده

بزنس انسایډر: افغانستان کې امریکا ناکامه ده

د بزنس انسایډر په نامه امریکایي خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستلو په اړه د ټرمپ څرګندونو ته په اشارې یوه مقاله خپره کړې ده. مقاله چې مخکښ امریکایي نظامي کارپوه ډیویډ پولټز لیکلې په یوه برخه کې یې راغلي، ټرمپ په دې وروستیو کې ښه پرېکړه کړې ده، ځکه امریکایي چارواکي پخوا لا پوهېدل چې افغان جګړه نشي ګټلی نو باید خپل ځواکونه یې له افغانستان څخه ایستلي وای. مقاله کې راغلي، له دې سره سره چې پر طالبانو د ګډوډۍ نه جوړولو باور نشي کېدای خو دا پرېکړه ځکه سمه ده چې امریکا له ۱۹ کلونو راهیسي په افغانستان کې د زرګونه سرتېرو په قربانۍ او د ټریلینونو ډالرو په لګښت سره له افغان جګړې هیڅ هم لاسته نه دي راوړي نو غوره ده چې نور ورته د پای ټکی کېښودل شي او تر ممکنه حده هر څومره ژر امریکایي سرتېري بېرته امریکا ته ستانه کړل شي. د مقالې وروستۍ برخه کې راځي، امریکا خپل هدف لاسته نه دی راوړی او دا دردونکی اعتراف دی چې د امریکایي سرتېرو له وتلو وروسته به افغان متحدین او سیمه له ګواښ سره مخ شي خو له په شا کېدو پرته بله چاره هم نشته ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: