شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / بلخ: شاهین قول اردو د ۱۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي

بلخ: شاهین قول اردو د ۱۰ طالبانو د وژلو ادعا کوي

د ملي اردو ۲۰۹ شاهین قول اردو ادعا کوي چې د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یې ۱۰ وسله‌ وال طالبان وژلي دي.

دا خبر پرون (د وږې په ۱۸ مه) په یوه خبرپاڼه کې خپور شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې وسله‌ والو طالبانو د بلخ ولسوالۍ په بوکه کلي کې د ملي اردو پر ځواکونو د حملې پلان درلود.

وسله‌ والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌ دي ویلي.

سره له دې چې په کابل او دوحه کې د سولې د خبرو د پيل د هڅو خبرې کېږي، د افغانستان د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې شدت نه‌ دی کم شوی.

اروپايي ټولنې او کاناډا په وروستیو کې له دې کبله اندېښنه وښوده او وه یې‌ ویل چې د تشدد زیاتوالی د سولې بهیر کمزوری کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: