چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / بلوڅ مشرانو نیمروز ولایت کې له ولسمشر غني سره له لیدنې ډډه کړې

بلوڅ مشرانو نیمروز ولایت کې له ولسمشر غني سره له لیدنې ډډه کړې

بلوڅ مشرانو نیمروز ولایت کې له ولسمشر غني سره له لیدنې ډډه کړې.ولسمشر غني د یکشنبې په سهار نیمروز ولایت ته ولاړ او هلته یې له کمال خان بند څخه لیدنه وکړه او د نیمروز ولایت له چارواکو سره یې پر یو لړ مسائیلو خبرې وکړې،خو نیمروز کې د بلوڅانو شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ولسمشر غني سره خپله لیدنه تحریم کړې او ویلي سره له دې، چې بلوڅان د افغانستان د افتخاراتو یوه برخه ده، خو افغان حکومت بلوڅان له پامه غورځولي او ولسمشر غنی دې قشر ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې او پر خپلو ژمنو یې وفا نه ده کړې.د بلوڅانو شورا په اعلامیه کې راغلي، چې دوی د ولسمشر غني په هیڅ پروګرام کې اشتراک نه کوي او راتلونکي کې به سیاسي مجالسو کې د بلوڅانو د اشتراک په تړاو تصمیم ونیسي.خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې ولسمشر غني نیمروز ولایت ته د سفر پرمهال د کمال خان بند د جوړېدو له چارو لیدنه کړې او خلکو ددې بند له جوړېدو هرکلی کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: