سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / بلوچستان:د نشنل ګوند مشر حاصل بزنجو د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

بلوچستان:د نشنل ګوند مشر حاصل بزنجو د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ

د بلوچستان ملتپال سیاستوال او د نېشنل ګوند مشر سنېټر حاصل خان بزنجو د ور پېښې ناروغۍ له کبله د کراچۍ په یوه شخصي روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

د نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري جان محمد بلیدي دا خبر تایید کړی او وایي چې هغه له څو کلونو په کېنسر ناروغۍ اخته وو او نن د پنجشنبې په ماښام یې ساه ورکړې ده.

حاصل بزنجو د بلوچستان د مشهور ملتپال سیاستوال میر غوث بخش بزنجو زوی وو او د 1958م کال د فرورۍ پر درېیمه نېټه د بلوچستان د خضدار ضلعې په نال سیمه کې زېږېدلی وو.

حاصل بزنجو ویلي وو چې لا د سکول په شپږم ټولګي کې وو سیاست یې پیل کړ او د بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن (بي ایس او) د یونټ سیکرټري په توګه وټاکل شو، خو په 1989م کال کې یې د پلار تر مرګ وروسته په رسمي توګه سیاست پیل کړ.

بزنجو په پاکستان کې د جمهوریت او د پارلمان د بالادستۍ لپاره اوږده مبارزه کړې وه او په دې لړ کې یې د ذوالفقار علي‌ بټو او د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د واکمنۍ په مهال څو واره زندانونه هم تېر کړي وو.

3 تبصرې

  1. I have had so many compliments on this watch. It is so pretty and glitzy.

  2. I like the helpful info you provide in your articles.I will bookmark your blog and check again here frequently.I’m quite certain I will learn lots of new stuff right here!Best of luck for the next!

  3. What i do not realize is if truth be told how you are not really much morewell-appreciated than you may be now. You are so intelligent.You already know therefore significantly relating to this topic,made me individually believe it from a lot of numerous angles.Its like women and men don’t seem to be involved until it is one thing to accomplishwith Woman gaga! Your individual stuffs great.At all times handle it up!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: