پنجشنبه , اکتوبر 29 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / بلوچستان کې یو لوړ رتبه پاکستانی پوځي وژل شوی

بلوچستان کې یو لوړ رتبه پاکستانی پوځي وژل شوی

ملتپالو بلوڅانو چې له تېرو څو ورځو راهيسې پر پاکستاني پوځيانو پرلپسې بريدونه کړي، تازه راپورونه وايي چې يو ځايي افسر يې وژلی دی.

د بلوڅو يوه ډله چې بلوچ ريپبليکن ارمي نوميږي وايي، دا فسر يې بېګاه د بلوچستان په پنجګور سيمه کې وژلی دی.

د يادې وسله والې ډلې وياند رسنيو ته ويلي، وژل شوی افسر محمد خان نومېږي چې بېګاه يې د پنجګور سيمې الله اکبر څلور لارې په ډزو ويشتلی دی.

بلوڅ وايي، د پوځي استخباراتو دغه افسر له کلونو راهيسې په پنجګور کې د ملتپالو بلوڅو پر ضد دسيسې جوړولې او په دې سربېره يې، د وسله‌والو غلو، سړي تښتوونکيو او هدفي وژونکيو ډلې هم درلودې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: