دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / بي بي سي : هرات ولایت کې هوایي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

بي بي سي : هرات ولایت کې هوایي برید ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

بي بي سي پښتو ته په زیرکوه ولسوالۍ کې سرچینو ویلي بې پيلوټه الوتکې پر یوه طالب قومندان برید کړی دی چې د شلو په شاوخوا کې طالبان او همدومره ملکي وګړي هم په دې برید کې وژل شوي دي. ځايي امنیتي چارواکو بیا د ۸ ملکي وګړو د وژل کېدو خبره کړې ده. په دې برید کې د طالبانو مشهور قومندان ملا ننګیالی هم وژل شوی دی. د طالبانو دغه ډله له ملا هبت الله بېله شوې ده او په شینډنډ کې د ملا رسول تر مشرۍ لاندې فعالیت کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې پېښه کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله جدي اندېښنه ښودلې او پر ښکېلو لورو یې غږ کړی چې د جګړې پر ځای د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: