پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / تاجکستان له افغانستان سره پر ګډه پوله امنیتي او نور اقدامات ډېر کړي دي

تاجکستان له افغانستان سره پر ګډه پوله امنیتي او نور اقدامات ډېر کړي دي

تاجکستان وایي له افغانستان سره یې پر ګډه پوله امنیتي او نور اقدامات ډېر کړي دي. د تاجکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې دوی د کرونا ویروس د ورتګ مخنیوی کوي نو له همدې امله یې له افغانستان سره پر خپله ګډه پوله اقدامات ډېر کړي دي. چارواکو همدا راز ویلي دوی هڅه کوي له افغان چارواکو سره خبرې وکړي څو تاجکستان ته د ویروس د پراختیا په مخنیوي کې همکاري وکړي. تاجکستاني حکومت امنیتي ځواکونو ته هم سپارښتنه کړې چې پر پوله کنټرول ډېر کړي او اړین تدابیر ونیسي. تر دې وړاندې ازبکستان هم له افغانستان سره خپله ګډه پوله تړلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: