یکشنبه , جولای 5 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ترکیه کې د کرونا ویروس ۲۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

ترکیه کې د کرونا ویروس ۲۹ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د ترکیې د روغتیا وزارت سې شنبه وختي اعلان وکړ چې په هېواد کې يې د کرونا ۲۹ نورې مثبتې پېښې هم ثبت کړې دي. په دې سره په ترکیه کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۷ ته رسېدلی. همداراز تېره ورځ په یاد هېواد کې د جمعې پر لمانځه هم تر نامعلومې نېټې بندېز لګېدلی دی. بلخوا د ترکیې دولت اعلان کړی چې د چهارشنبې په ورځ به د کرونا د مخنیوي لپاره اضطراري ناسته را وبولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: