پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / پاکستان / تېره شپه پېښور کې یو قادیاني د نامالومه وسلوالو لخوا په ډزو وژل شوی

تېره شپه پېښور کې یو قادیاني د نامالومه وسلوالو لخوا په ډزو وژل شوی

په پېښور کې تېره شپه د قادیاني ډلې سره تعلق لرونکی یو تن نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی، قادیاني ډلې د دغه تن د وژنې پخلی او غندنه يې کړې ده.

د قادیاني ډلې وياند سليم الدين په وېنا 61 کلن معراج احمد د مذهبي کرکې په بنياد وژل شوی دی، هغه ويلي تېره شپه نهه بجې هغه د خپل مېډېکل سټور نه کور ته تلو په لاره کې نامالومو کسانو وژلی دی.

د معراج احمد کورنۍ د پېښې په اړه د ډېر څه ويلو نه ډډه کړې یواځې دومره يې ويلي چې د چا سره يې شخصي دښمني نه وه.

د وژنې د يادې پېښې مقدمه د پېښور په شاقبول تاڼه کې درج کړی شوې ده.

د پېښې پلټونکي افسر ابراهيم خان وایي، دوی د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي مالومات رايوځای کوي او که څوک يې په دې پېښه کې ګرفتار کړه، د وژنې علت به مالوم شي.

په پېښور کې دا پېښه په داسې حال کې شوې چې دوه اوونۍ وړاندې په (29م جولايي) د مذهب د سپکاوي په تور نيول شوی طاهر احمد نسیم په عدالت کې دننه په ډزو وژل شوی ؤ.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د خپل وګړي (طاهر احمد نسيم) وژنه غندلې وه.

امريکا په پاکستان غږ کړی ؤ چې په سمدستي ډول دې داسې ګامونه واخلي او اصلاحات دې وکړي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې نورې ونه شي.

بلخوا د يادې پېښې وروسته په پېښور کې د مذهبي ډلو لخوا د دغه تن په حق کې لاريونونه هم وېستلی شوي چا چې په عدالت کې په طاهر نسيم ډزې کړې وې.

په پاکستان کې د دغه ډول پېښو په اړه د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز وايي، “د داسې پېښو پلټنې پکار دي او که دا په مذهبي بنيادونو وي بيا خو بالکل غلط کار دی ځکه چې د پاکستان ائین اقليتونو (لږکيو) ته خپل حقوق ورکړي او داسې قسم اقدام ته جواز نشته او که چرته ذاتي دشمني هم وي بايد چې دا مسلې په عدالتونو کې حل شي”.

قادیانیانو د وژل شوي تن په پېښه کې د ککړو کسانو نيولو او هغوی ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

3 تبصرې

  1. Hello, I enjoy reading all of your post. I wanted to write a little commentto support you.

  2. 선물옵션,대여계좌,포월드, 해외선물,대여계좌 임대, 선물옵션커뮤니티 트달입니다.안전하고 신속한 선물계좌, 국내선물, 해외선물 비대면계좌 신청을 원하시는분은 선물 트레이딩의 달인 트달 선물옵션 커뮤니티를 찾아주세요.

  3. F*ckin’ awesome things here. I’m very glad to see your article. Thanks a lot and i am looking forward to contact you. Will you kindly drop me a e-mail?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: