چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / تېر کال په افغانستان کې څه کم ۱۱ زره نوو شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي

تېر کال په افغانستان کې څه کم ۱۱ زره نوو شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي

تېر کال په افغانستان کې څه کم ۱۱ زره نوو شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي. د افغانستان د صعنت او سوداګرۍ وزارت وایي چې ددې تر څنګ لسګونه شرکتونو خپل جوازونه لغوه کړي هم دي. د یاد وزارت ویاند سمیر رسا وایي چې په تېر ۲۰۱۹ز کال کې په افغانستان کې ۱۰ زره او ۹۰۰ شرکتونو د فعالیت جوازونه اخیستي دي. په وړم ۲۰۱۸ز کال کې دا شمېره څه باندې ۸ زره جوازونو ته رسېده. رسا همدا راز وایي چې ۵۹۳ شرکتونو بیا خپل جوازونه لغوه کړي دي چې دا شمېره وړم کال۸۳۰ ته رسېده. رسا وايي چې د جواز په ورکړه کې اسانتیا او د خدماتو روڼتیا ددې سبب شوې چې لا ډېر شرکتونه د فعالیت جوازونه واخلي. نوموړي ټینګار کړی چې وزارت به په دې برخه کې نورې اسانتیاوې هم رامنځ ته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: