ټرمپ یو کمزوری مدیر دی چې په امریکا کې د تاوتریخوالي د ډېروالي سبب شوی دی. د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند او د ټرمپ مخکښ سیال جوبایډن وایي ټرمپ د امریکا د کمزورۍ سبب دی او امریکایي وګړو ته په کار ده چې د خپل هېواد د ژغورلو لپاره ددغه شخص مخه ونیسي. دده په وینا د ټرمپ د کمزوري مدیریت له امله امریکايي حکومت له ګڼو ستونزو سره مخ دی او تر څنګ یې هغه په هېواد کې د کرکې، تعصب او تاوتریخوالي سبب شوی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د ټرمپ دوام د امریکا لپاره ستر خطرونه جوړولی شي.
