جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه / بين المللي / حامد کرزی د نواز شریف پوښتنې ته ورغلی دی

حامد کرزی د نواز شریف پوښتنې ته ورغلی دی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په لندن کې د پاکستان د پخواني ناروغ وزیراعظم نواز شریف پوښتنې ته د هغه کور ته ورغلی دی.

حامد کرزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، خوشاله دی چې د نواز شریف پوښتنې ته ورغی او وایي اوس هغه ښه دی.

کرزي ویلي، پاکستان ته درې ځله د ده د ورتګ او کابل ته د نواز شریف د ورتګ په مهال یې هغه یو مهربان تن محسوس کړی.

شهباز شریف د حامد کرزي مننه کړې چې وایي د نواز شریف پوښتنې ته یې وخت ایستلی او ویلي یې دي، د پاکستان او افغانستان غمونه او خوشالۍ سره شریک دي او وايي پر چېلنجونو برسېره د دواړو هېوادونو مستقبل سره تړلی دی.

ــــــــــــــــــــــــــ
عکس: له سوشل مېډیا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: