جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حامد کرزی: په هېواد کې روانه جګړه د پردو ګټو لپاره ده خو وینه د افغانانو تویېږي

حامد کرزی: په هېواد کې روانه جګړه د پردو ګټو لپاره ده خو وینه د افغانانو تویېږي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په یوه اعلامیه کې په هلمند ولایت کې له تېرو څو ورځ راهیسې روانه جګړه غندلې او له وژل شویو، ټپیانو او بېځایه شویو کسانو سره یې غمرازي کړې ده.

د ښاغلي کرزي پر فېسبوک پاڼه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، “په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي پر زیاتېدو خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګندوم او پر افغانانو روان تحمیلي جنګ په کلکو ټکو غندم. ښکاره ده چې په هېواد کې روانه جګړه د پردو د ګټو لپاره ده خو وینه د افغانانو په کې تویېږي “.

حامد کرزي افغانستان کې روانه جګړه “د پردیو لخوا تحمیل شوې ” بللې او پر ښکېلو غاړو یې غږ کړی چې د وینې تویول بس کړي او هېواد کې د سولې ټینګښت لپاره یو موټی شي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان پخوانی ولسمشر په افغانستان کې د روانې جګړې پړه پر بهرنیانو ور اچوي.

نوموړی د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې د افغانستان په اړه د امریکا له سیاسي او پوځي تګلارې سره سخت مخالفت درلود.

هلمند کې د جګړې وروستی حال

هلمند جګړه
د عکس تشریح،ځايي چارواکي وايي د تصفیوي عملیاتو کې حکومتي ځواکونو پرمختګ کړی او نوې پوستې یې جوړې کړي دي

هلمند کې ځايي چارواکي وايي چې پر دې ولایت د طالبانو پراخ برید یې پر شا تمبولی، تصفیوي عملیات دوام لري او په بېرته نیول شويو سیمو کې ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د هلمند ولایت مقام له خوا نن ( سې شنبه اکتوبر ۱۳ ) په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د نادعلي لوري ته پنځه او پر ۶۰۱ لویې لارې د لښکرګاه له لوري عملياتو په ترڅ کې څلور پوستې بيرته ځای پر ځای شوي او د ګډو ځواکونو چاڼیز عمليات دوام لري.

“په نادعلي، ۶۰۱ لارې، سنګين ولسوالۍ او باباجي سيمو کې د هوايي او ځمکنيو عملياتو او بريدونو په ترڅ کې ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان شوي دي”

ځايي اداره وايي چې “دښمن د تېښتې په حال کې دی” او حکومتي ځواکونه پر تصفیوي عملیاتو او د هغو سیمو په بېرته نیولو بوخت دي چې څو ورځې وړاندې یې ترې شاتګ کړی وو.

پرون ځايي چارواکو د جګړې په لومړیو دوه ورځو کې د ۱۷۰ طالب وسله والو د وژلو خبره کړې وه خو طالبانو ویلي وو د هلمند جګړه کې د دوی وسله والو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

طالب ویاند یوسف احمدي ویلي د دې بریدونو هدف د هغو سیمو بېرته نیول وو چې پخوا د دوی په لاس کې وې.

د جګړې له امله د کډوالۍ کړاو

هلمند جګړه
د عکس تشریح،د جګړې له سمې لا هم خلک خوندي سیمو ته د ځان رسولو هڅه کوي

هلمند کې د کډوالو ادارې چاراکي خبر داری ورکوي چې د بې ځایه شویو کورنیو څپې او له هغوی سره د مرستې د امکاناتو نشتوالي ته په کتو ښايي یو کړکیچ رامنځته شي.

د هلمند د کډوالو چارو مشر سید محمد رامین وویل د بولان له سیمې لاهم کډې را روانې دي، دی وايي خلکو د جګړې له سیمې یوازې سرونه خوندي کړي او په ډېر ناسم وضعیت کې دي.

ښاغلي رامین زیاته کړه چې د کډوالو سره د مرستندیه ټولنو له خوا مرستې نه دي شوي یوازې خلکو له دوی سره ځینې مرستې کړي دي، خواړه یې ورکړي او یا یې په خپلو کورونو کې ځای.

د کډوالو چارو ریاست د مالوماتو له مخې د جګړې له سیمو د بې ځایه شویو کورنیو شمېر څه باندې ۵۰۰۰ ته رسیدلی ځینې د خپلوانو کورونو ته تللي خو نورې خورې ورې د ښار په نورو سیمو کې د لومړنیو امکاناتو په نه لرلو سره شپې او ورځې تیروي.

که څه هم د ښار هغه برخې چې جګړه په کې نشته آرامې ښکاري خو د برېښنا او ټلفوني خدماتو نشتوالي او د جګړې له امله رامنځته شوې اندېښنې د لښکرګاه داوسېدونکو ژوند نا آرام کړی دی.

پر لښګرګاه د برید ځاني تلفات

هلمند جګړه
د عکس تشریح،د ایمرجنسي روغتون ته د ملکي وګړو ګڼ شمېر ټپیان ور وړل شوي دي

په هلمند کې د ایمرجنسي یا بېړنیو حالاتو لپاره نادولتي اداره چې افغانستان کې د جګړې د قربانیانو ځانګړي روغتونونه او کلېنیکونه اداره کوي، وايي، د جګړې اولو دوو ورځو کې ۷۰ ټپیان لښکرګاه ښار کې د دوی روغتون ته ور وړل شوي دي.

د دې ادارې یو مسوول ډیویډ لویډ وبر وویل، څو کسان روغتون ته رسېدو سره مړه شول:

“پر یکشنبه ۴۸ کسان راوړل شول چې څلور سملاسي مړه شول او دوشنبه هم ۱۸ ټپیان راوړل شول چې هغو کې هم څلور مړه شول.”

چارواکي وايي دې روغتون د راوړل شویو ټپيان ډېره برخه ملکي وګړي دي.

دوه ورخې وړاندې دې روغتون ته داسې مېرمن د درملنې لپاره را وړل شوې وه چې په نس کې یې ماشوم په مرمۍ لګیدلی او مړ شوی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: