چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / حزب الاحرار ډلې پاکستان کې د ګڼو بریدونو پړې منلې دي

حزب الاحرار ډلې پاکستان کې د ګڼو بریدونو پړې منلې دي

د پاکستاني طالبانو حزب الاحرار ډلې ویاند ټرایبل نیوز ته په یوه استول شوي بریښنا لیک کې د ګڼو بریدنو پړې منلې دي.

د دغه ډلې ویاند ډاکټر عبدالعزیز یوسف زی وایي د تېرې پنجشنبې په ورځ یې د کراچۍ ښار په جټ لاینز سیمه کې د هدفي برید په ترڅ کې د پولیسو یو افسر وژلی.

یوسف زي په خپل راپور کې د خیبر ایجنسۍ په تیرا میدان کې د یوې بمي چاودنې مسؤلیت هم منلی.
د ده په وینا چاودنه په یوه پوځي موټر ترسره شوې چې پکې سپرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ډاکټر عبد العزیز یوسف زي د بریښنالیک له لارې په شمالي وزیرستان کې په ګزمه کونکو پوځیانو د شوې بمي چاودنې پړه هم منلې ده چې په کې یو پوځي وژل شوی او درې نور ژوبل شوي

د پوځ عامه اړیکو ایي ایس پي آر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې څه موده وړاندې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د ترهګرو خلاف په پراښه کچه عملیات ترسره کړل او د ډېورنډ په نا منل شوې کرښه یې اغزن تار هم تېر کړ ،
بلخوا دا ډول بریدونه بیا د پوځ په دعوو سوالونه راپورته کوي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: