دوشنبه , اکتوبر 26 2020
کور / خبرونه / حشمت ناصري: ولسمشر د صنعتي ښارګوټي لپاره جلا شوې ۲۷۰۰ جریبه ځمکې وړاندېز تایید کړ

حشمت ناصري: ولسمشر د صنعتي ښارګوټي لپاره جلا شوې ۲۷۰۰ جریبه ځمکې وړاندېز تایید کړ

د افغانستان ښار جوړونې وزارت وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغه نږدې ۲۷۰۰ جریبه ځمکې وړاندیز تأييد کړ چې په کندهار ولایت کې د صنعتي ښارګوټي لپاره بېله شوې ده.

د دې وزارت وياند حشمت ناصري په وینا دغه ځمکه د کندهار ولايت د شور اندام په سیمه کې موقعیت لري او د دې ځمکې مديريت د کابينې د پرېکړې په اساس د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت ته ورکړل شوی.

نوموړي زیاتوي چې تر دا مهاله له ۱۱ زره جريبه څخه زياته دولتي ځمکه د صنعتي پارکونو لپاره د صنعت او تجارت وزارت په اختيار کې ورکړل شوې.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وياند وايي، د دې کار هدف د پانګونې راجلبول او د کاري فرصتونو برابرول دي.

يوه تبصره

  1. Admiring the commitment you put into your blog and detailed information you offer.

    It’s nice to come across a blog every once in a while that isn’t the same out of
    date rehashed information. Great read! I’ve bookmarked your site and I’m adding
    your RSS feeds to my Google account. judi online terpercaya

ځواب ورکول judi online terpercaya ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: