دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حنیف اتمر: سوله او جمهوریت د سیمې په ګټه دي خو سیمه کې پر دغې مسلې اجماع نشته

حنیف اتمر: سوله او جمهوریت د سیمې په ګټه دي خو سیمه کې پر دغې مسلې اجماع نشته

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت سرپرست
حنیف اتمر وایي په افغانستان کې تلپاتې سوله او د جمهوریت ساتنه، د سیمې په ګټه او د جګړې دوام د سیمې په زیان دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۱۷» د خپل کار په لومړۍ ورځ وویل، د افغانستان د ګټو په اړه د سیمې ناسم درک او د سیمې د ګټو په اړه د افغانستان محدود درک، په افغانستان کې د سولې او د جمهوریت د ساتلو په برخه کې د سیمه‌ییزې اجماع د نشتوالي لامل دی.

ښاغلي اتمر وویل، د بهرنیو چارو وزارت به ډېر ژر د افغانستان د بهرني نوي سیاست کرښې د تصویب لپاره کابینې ته واستوي.

په افغانستان کې د سولې او د جمهوري نظام د ساتلو لپاره له نړۍ سره کار کول، د دغو بهرنیو سیاسي کرښو لومړیتوبونه ګڼل شوي دي.

د ښاغلی اتمر په خبره، په پام کې ده چې د افغانستان د ډیپلوماسۍ دستګاه ظرفیت لوړ شي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه: “موږ سوله او د نظام ساتنه غواړو، خو په سیمه کې پر دغې مسئلې اجماع نه‌شته. د افغانستان د دیپلوماسۍ لپاره نوي ګواښونه رامنځته شوي، دا ګواښونه دا دي چې موږ باید په سیمه کې اجماع رامنځته کړو.”

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، په هېواد کې سیاسي اختلافونو ته په کتو وايي، که څه هم د ده او د ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د لید توپیر موجود و، خو د سولې او ملي ګټو په خاطر یې، د دغه وزارت سرپرستۍ ته د ولسمشر غني بلنه ومنله.
ده د افغانستان له سیاسیونو وغوښتل چې خپلمنځي اختلافونه له قانوني لارو له‌منځه یوسي چې هېواد د سولې په مذاکراتو کې بریالی شي.

د ده په باور د انتخاباتو موضوع د قانون له مخې پای ته رسېدلې او د افغانستان سیاسي ټولنه باید په بشپړ اتفاق سره بین‌الافغاني خبرو ته لاړه شي.
ښاغلی اتمر خبرداری ورکوي چې که سیاسیون سره بېل شي، افغانستان به د سولې په خبرو کې بریالی نه‌شي.

ښاغلی اتمر وايي: “موږ ټولو دغه ژمنه کړې چې نظام له لاسه ورنه‌کړو او داسې ونه‌شي چې د اختلافونو په نتیجه کې چې د حل لاره‌یې یوازې قانون دی، نظام په خپل لاس له‌منځه یو نه‌سو.”
مخکې له دې د افغاستان ولسمشر، په داسې حال کې له طالبانو سره مذاکره کوونکی پلاوی وټاکه چې تر اوسه هم د انتخاباتو د نتایجو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلافات حل شوي نه‌ دي.

تر اوسه د دغو اختلافاتو د حل لپاره کورنیو او بهرنیو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستا کې د ټول‌شموله حکومت د جوړولو په اړه د ښاغلي غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلاف د نه‌حل کېدو له امله، له افغانستان سره په مرستو کې د یو میلیارد ډالرو د کمولو اعلان وکړ.

مخکې له دې ولسمشر محمد اشرف غني، د سولې د بهیر مشري او مدیریت عبدالله عبدالله ته وړاندیز کړ، خو دغه وړاندیز د عبدالله عبدالله د ټیم له‌خوا رد شو.

د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست وايي، د درې مصیبتونو لکه کرونا، جګړو او د افغانستان د سولې او د جمهوریت د ساتلو لپاره د سیمه‌ییزې اجماع د نشتوالي ترڅنګ، څلورم مصیبت سیاسي اختلاف دی چې د هېواد تر غاړې شوی دی.

9 تبصرې

  1. Heya this is kind of of off topic but I was wondering if
    blogs use WYSIWYG editors or if you have to manually code with HTML.
    I’m starting a blog soon but have no coding experience so I wanted to get guidance from someone with experience.
    Any help would be enormously appreciated!

  2. I constantly spent my half an hour to read this web
    site’s articles all the time along with a mug of coffee.

  3. Superb, what a blog it is! This weblog presents valuable information to us, keep it up.
    adreamoftrains best web hosting sites

  4. Hello, just wanted to mention, I loved this post. It was inspiring.
    Keep on posting! 3aN8IMa cheap flights

  5. We stumbled over here by a different web page and thought I may as well check things out.
    I like what I see so i am just following you. Look forward to checking out your
    web page repeatedly. 31muvXS cheap flights

  6. I think that is among the most vital information for me.

    And i am happy reading your article. However should observation on few normal issues, The website style is ideal, the articles is in reality great :
    D. Good activity, cheers

  7. Wow, this paragraph is pleasant, my sister is analyzing these things, so I am
    going to inform her.

  8. I will right away take hold of your rss as I
    can not find your email subscription link or newsletter service.
    Do you’ve any? Kindly allow me know so that I may just subscribe.
    Thanks.

  9. It is also beneficial to know that experts choose to observe trees without foliage to ensure that the crooks to begin to see the
    true structure and kind of the tree. Multi-trunk: The multi-trunk has one main trunk, and smaller trunks forming from
    your side. Finally, pruning is something that’ll
    be tempting for some new bonsai owner’s yet it’s important not to proceed carelessly particularly after having followed the steps above.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: