جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / حکمتیار: هند او افغان حکومت په ګډه د ملېشه ځواک پر جوړلو کار کوي

حکمتیار: هند او افغان حکومت په ګډه د ملېشه ځواک پر جوړلو کار کوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر افغان حکومت نیوکه کوي، چې د سولې له روانې پروسې سره د مخالفت تر څنګ پر داسې اقداماتو لاس پورې کوي چې عواقب یې د افغانستان لپاره خطرناک دي. نوموړي وویل چې د سولې له روانې پروسې سره د افغان حکومت د مخالفت تر څنګ هند هم د پاکستان لپاره د سولې له روانې پروسې سره مخالفت کوي او نه غواړي چې طالبان د اوسني نظام برخه وګرځي، نو له همدې امله هند او افغان حکومت په ګډه د ملېشه ځواک پر جوړلو کار کوي. حکمتیار وايي، د کابل په شمال او د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملېشه ځواکونو د جوړولو هڅې روانې دي. د حزب اسلامي مشر همدا راز وايي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه هرو مرو عملي کیږي. حکمتیار وايي، دا چې حکومتي چارواکي د سولې مذاکراتو کې دخیل نه دي ویره لري چې پر دوی به معامله وشي، خو د حکومتي چارواکو له دې ټولو اندېښنو سره سره د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه عملي کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: