جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ختیځ کې د هوایي ډګر د جوړېدو چارې حکومت درولي دي

ختیځ کې د هوایي ډګر د جوړېدو چارې حکومت درولي دي

د ننګرهار په ګمبیري دښته کې د هوايي ډګر جوړېدو سره د مخالفتونو وروسته حکومت د یادې پروژې د تطبیق چارې عملآ درولي دي. د ننګرهار مدني فعالانو، د ولایتي شورا غړو او په ملي شورا کې ددې ولایت ځینو استازو په ګمبیري دښته کې د حکومت له لوري د هوايي ډګر جوړېدل د داوود خان د پنځه کلن پلان د ناکامولو هڅه بللې وه. د ودانیزو چارو شنونکو او متخصصینو چې د فعالانو په ملتیا يې تازه په ګمبیري دښته کې د هوايي ډګر لپاره له ټاکل شوي موقعیت څخه لیدنه کړې، د هوايي ډګر جوړېدو چارو د درېدو خبره کوي. دوی یاده سیمه د ناکامورا پارک ته نږدې او حاصل خیزه خاوره ګڼي او هلته د هوايي ډګر جوړېدو په تړاو له حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: