د افغانستان د خوست ولایت چارواکي وايي، څلور داسې کسان یې نیولي دي چې ماینونه به یې ښخول.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وایي چې پولیسو دا کسان په لکڼو سیمه کې د ماین ښخولو پر مهال نیولي.
هغه وویل چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د وسله والو داسې ۱۵ ماینونه شنډ کړي دي چې هغوی په لویو لارو کې ښخ کړي وو.
دا تر اوسه نه ده معلومه چې نیول شوي کسان په کومې وسله والې ډلې پورې تړلي دي.