دوشنبه , مې 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دفاع وزارت: هلمند کې ۵۵تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: هلمند کې ۵۵تنو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان دفاع وزارت وایي، په دوو جلا عملیاتو کې افغان ځواکونو په هلمند ولایت کې ۲۹ وسله وال طالبان وژلي او ۲۶ نور یې ټپیان کړي دي.

د دفاغ وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د تیرې شپې عملیات په نهرسراج او سنګین ولسوالیو کې شوي دي.

دفاع وزارت وایي، په دې عملیاتو کې زیاته اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا عملیات داسې مهال کېږي چې د امریکا دفاع وزارت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په هدف به د طالبانو پر وړاندې خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: