دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / افغانستان / دې هېل: د طالبانو او امریکا مذاکرات ګونګ روان دي

دې هېل: د طالبانو او امریکا مذاکرات ګونګ روان دي

دې هېل نشریې په خپله یوه مقاله کې د افغانستان سولې او اوسني وضعیت ته کتنه کړې ده. دغه نشریه لیکي چې له یوه کال راهیسې د طالبانو او امریکا ترمنځ د یوې معما په شکل مذاکرات روان دي چې نه یې پایله معلومېږي او نه یې هم له خلکو سره معلومات شریکېږي. د سرچینې په خبره د مذاکراتو دغه ګونګ او پېچلی وضعیت ټولو اړخونو ته د اندېښنې وړ دی. نشریه کاږي طالبان له امریکا سره په خبرو بوخت دي خو افغان حکومت په دغه مذاکراتو کې ګډون نه لري چې دا مسئله منطقي نه برېښي. په مطلب کې راځي چې هېڅ افغان هم ددغه مذاکراتو په اړه پوره معلومات نه لري او هر څه د امریکا او طالبانو ترمنځ په پټه روان دي چې له همدې امله یې اندېښنې هم ډېرې کړې دي. دې هېل لیکي دواړه لوري باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته ورسېږي او په دې توګه دې روانه پېچلتیا ختمه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: