جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / د اذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه کې ترکیه ولې د یوه لوري ملاتړ کوی؟

د اذربایجان او ارمنستان تر منځ جګړه کې ترکیه ولې د یوه لوري ملاتړ کوی؟

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د ناګورنو قره باغ پر سر د جنجال بیا تازه کېدو پسې ترکیې په زغرده د باکو ملاتړ وکړ.

انکره له کلونو راهیسې د باکو ملاتړ کوي، خو اوسنۍ ښکېلتیا یې حکومت ته دا نوی چانس ورکوي چې نه یواځې بهرني سیاست کې خپله وړتیا ننداره کړي، بلکې په کور کې نېشنلېستي احساسات هم ډېر کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سپټمبر پر ۲۸ د باکو د ملاتړ ژمنه وکړه او ویې ویل ارمنستان باید سملاسي د اذربایجان له نیولې خاورې ووځي.

ترکیې وروستیو کې لیبیا او سوریه کې هم مداخله وکړه، عراق کې یې د کارګر ګوند پرضد عملیات روان دي. وروستیو میاشتو کې یې ختیځه مدیترانه کې پر طبیعي زېرمو له فرانسې سره لانجه پیدا شوې ده.

ترکیه اس د ناګورنو قره باغ د نیولو لپاره اذربایجان ته نږدې کېږي.

نړیواله ټولنه ناګورنو قره باغ د اذربایجان ملکیت مني، خو د ۱۹۸۸ – ۹۴ کلونو تر منځ د پخواني شوروي اتحاد د دې غړو هېوادونو له خپلمنځي جګړې وروسته د ارمینیايي توکمه کسانو له لوري کنټرولېږي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ کلتوري اړیکي

د ژبنیو، قومي او کلتوري نږدې اړیکو له امله ترکیه د اذربایجان پراخ ملاتړ کوي.

ترکیه کې لا هم دا خبره شته چې دا دوه هېوادونه “دوه حکومتونه او یو ملت” دی.

د ترکیې قادر هاس پوهنتون جون ماشت کې د بهرني سیاست په هکله د خلکو د درک نظرپوښتنه وکړه، چې ښيي ۶۵،۳ سلنه وګړي اذربایجان د خپل هېواد “تر ټولو نږدې ملګری” بولي.

وروستیو نښتو کې د ترکیې لوړپوړو چارواکو او مهمو رسنیو “د اذربایجاني وروڼو” سخت ملاتړ وکړ.

د حریت ورځپاڼې سرلیکوال احمد هاکان د سپټمبر پر ۲۸ ولیکل: “زموږ ژبه یوه ده. کلتوري سرچینې مو یو دي. ولسي سندرې مو یو دي. د پېښو بهیر کې زه هغه حس لرم چې زموږ بې ګنا اذربایجاني وروڼه یې لري.”

دا ځل څه بدل دي؟

د رپوټونو له مخې، د ۱۹۹۰ لسیزې لومړیو کې د ناګورنو قره باغ پر سره له ارمنستان سره د اذربایجان جګړه کې ترکیې دغه هېواد ته وسله او پوځي سلاکاران ولېږل.

دواړو هېوادونو په ۲۰۱۰ کال د ستراتیژیکې همکارۍ او خپلمنځي ملاتړ تړون لاسلیک کړ.

سږنۍ جولای کې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نښتو پیلېدو سره انکرې د باکو ملاتړ ډېر کړ.

د دواړو هېوادونو هوايي او پليو ځواکونو د جولای له ۲۹ د اګسټ تر نیمايي اذربایجان کې ګډې مانورې درلودې.

د ترکیې دفاعي صنعت ټولنې مشر اسماعیل دمیر هغه مهال د اذربایجان چارواکو ته وویل:

“د ترکیې بې پیلوټه الوتکې، مهمات، توغندي او د برېښنايي جنګ سیستمونه به تل د اذربایجان تر امر لاندې وي.”

د رپوټونو له مخې اذربایجان وروستیو نښتو کې د ترکیې وسلوالې او بې وسلې بې پیلوټه الوتکې د ارمني ځواکونو پرضد کارولې دي.

په سوریه، لبیبا او همدارنګه د کورد وسلوالو پرضد د ترکیې عملیاتو کې د دغه هېواد جوړو بې پیلوټه الوتکو ته وروستیو کلونو کې نړیوال پام اوښتی دی.

ارمنستان د سپټمبر پر ۲۸ وویل، ترکیه په سیمه کې مخامخ ښکېله ده او اذربایجان د ترکیې بې پیلوټه او جنګي الوتکې کاروي.

دغه هېواد پر انکره دا تور هم ولګاوه چې سوریايي وسلوال د اذربایجان جګړې ته لېږي.

کورني شرایط څنګه دي؟

د ناګورنو قره باغ پوځیان وايي، اذربایجانیانو ته یې ډېر تاوان رسولی دی.

کورنۍ سیاسي محاسبې له اذربایجان د ترکیې د ډېرېدونکي ملاتړ یو اصلي لامل دی.

د اردوغان حکومت پر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال هڅه وکړه چې له ارمنستان سره پخلا شي، خو د ناګورنو قره باغ پر سر د اختلاف له امله یې دا هڅې ماتې شوې.

له هغه وروسته د انکرې دریځ ورځ تر بلې سخت شوی، په تېره له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې ټاکنو کې د ښاغلي اردوغان رایې پوره ښې نه دي، نو غوره ګڼي چې ولسي ملاتړ یې ډېر شي.

عدالت او پراختیا ګوند وروستیو کلونو کې د ترکیې ملي خوځښت ګوند سره په نږدې یووالي داسې ملتپاله یا نېشنالیستي لار غوره کړې ده، چې پر ۲۰۱۵ کال له پي کې کې سره د سولې خبرو له ماتې وروسته د کوردانو د سیاسي غورځنګ د ځپلو سبب شوه.

خو نړیواله ماجراجويي او یرغلیز شعارونه د ترکیې لپاره لویې اقتصاديي ننګونې لري او هم داسې رپوټونه دي چې نظرپوښتنو کې د اردوغان ګوند بد وضعیت لري.

د انرژي سرچینو اهمیت څومره دی؟

اذربایجان د انرژۍ برخه کې د ترکیې یو اصلي شریک دی. دا هېواد د خپلې اړتیا وړ انرژۍ لویه برخه له بهر پوره کوي.

د رپوټونو له مخې، تېره مۍ کې ترکیې نږدې دریمه برخه طبیعي ګاز له اذربایجان پوره کړی. د خزر سمندرګي تېل هم د مدیترانې سمندرګي جیحان بندر ته لېږل کېږي.

وروستیو کلونو کې ترکیې ته د روسیې د طبیعي ګاز صادرات کم شوي او کارپوهان دعوه کوي چې مسکو غواړي د انرژۍ برخه کې د انکرې او باکو اړیکي خراب کړي.

د ترک خبر وېبپاڼې لیکوال جتینر جتین د سپټمبر پر ۲۸ ولیکل، چې له روسیې سره د ترکیې د طبیعي ګاز اوسنی تړون په ۲۰۲۱ کال کې پای ته رسېږي:

“موږ به د ترانس- اناتولین طبیعي ګاز نلیلکې سره دا اړتیا پوره کوو… دا نللیکه د اذربایجان ګاز تر اروپا رسوي. دا حالت د روسیې لپاره بس دی چې د اذربایجان او ارمنستان پولې بې ثباته کړي.”

د ترک خبر کالم لیکوال کورساد زرلو هم د ترکیې او اذربایجان د انرژۍ اړیکي د انکرې له سیمه ییز ځواک سره تړي او وايي:

“یواځې د اذربایجان د حاکمیت حق خطر کې نه دی، د ترکیې د انرژۍ اړتیا او سیمه کې یې دریځ هم له خطر سره مخ دی.”

د روسیې پرضد نوې جبهه؟

ترک رسنیو د اذربایجان د بې پیلوټه الوتکې د برید انځور خپور کړ.

ځینې کارپوهان وايي، قفقاز کې د ترکیې شتون د روسیې ضد نوې جبهې پرانیستل دي، چې اوس له ترکیې سره سوریه او لیبیا کې ستونزه لري.

ترک رسنۍ تر ډېره قفقاز د روسیې تر اغېز لاندې بولي او مسکو تر ډېره د ارمنستان ملاتړی بلل کېږي.

مسکو او ایروان د یو بل دفاعي ملګري دي او روسیه د ارمنستان او ترکیې پولې ته نږدې ګیومري کې پوځي اډه هم لري.

د حریت ورځپاڼې کالم لیکوال عبدالقادر سلوي د سپټمبر پر ۲۸ وویل: “وروستیو پېښو بیا وښوده چې د سیمې د دوو سترو هېوادونو یانې روسیې او ترکیې له شتون پرته ارامي نشي راتلی. “

خو نوموړي د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په ارمنستان کې “اصلي” لوبغاړی وباله:

“ترکیې په قفقاز کې د روسیې د حقیقت له منلو پرته ګام نه دی پورته کړی، همکاري یې غوره بللې، خو روسیې ورته چلن نه دی کړی.”

د ترک خبر کالم لیکواله ناګهان الجي وايي، دې نښتو ارمنستان کې د روسیې او اذربایجان کې د ترکیې نفوذ ډېر کړی دی:

“روسیه خوشاله ده… دې نښتو د ارمنستان حکومت کې د روسیې ضد هر ډول نظر له منځه وړی دی. “

مېرمن الجي زیاتوي: “له دې بریدونو وروسته روسیې اول ځل قفقاز کې له ترکیې سره د خبرو د اصلي لوري په توګه چلن وکړ او د بهرنیو چارو وزیر یې سرګي لاوروف له ترک سیال مولود چاووش اوغلو سره تماس ونیو.”

نور څه کېږي؟

له اذربایجان د ترکیې ملاتړ دا مانا لري چې قفقاز سیمه به له هغو سیمو سره یو ځای شي چې بهرنی سیاست یې ور پورې تړلی وي.

که څه هم روسیه، ایران، اروپايي ټولنه او امریکا اوربند غواړي، خو ترکیه اذربایجان ته د یووالي لاس ورکوي او ژمنه کوي چې باکو هره پرېکړه وکړي، دوی به یې څنګ ته ولاړ وي.

قدا بېله خبره ده چې نږدې راتلونکي کې تاوتریخوالی کمېږي یا زیاتېږي، خو له سیاسي شرایطو ښکاري چې له اذربایجان سره به د ترکیې ملاتړ وي.

4 تبصرې

  1. I like this post this post is Awesome…..
    To Know More: continuous integration

  2. Sierra Software Ltd was founded in 2010 and is headquartered in
    Nottingham, UK to provide engineering service to many industries.
    Sierra Software GmbH was founded in 2018 and is headquartered in
    Austria.
    To Know More: affiliate link

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: