د رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو لوړ پوړي چارواکي به د تېرو طرحو او هوکړو په دوام په راتلونکې اونۍ کې د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا خبرې کوي. پاکستاني چارواکو ویلي په دې مهمه غونډه کې به تر ټولو ډېر تمرکز د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا وي. د سرچینې په خبره پاکستان غواړي له افغانستان سره په ترانزیتي او سوداګریزه برخه کې اړیکې پراخې کړي او په دې برخه کې ټول شته خنډونه له منځه یوسي.

its a great watch, and 100 mt watere resistent