پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / افغانستان / د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو له لورې توغندیز بریدونه شوي چې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تجاوز دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو له لورې توغندیز بریدونه شوي چې د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تجاوز دی.

دفاع وزارت نن دوشنبه د جولای۲۰ (چنګاښ ۳۰) په خپل غبرګون کې د پاکستاني پوځیانو دغه بریدونه د ټولو نړیوالو قوانینو او معیارونو خلاف بللي دي.
د دفاع وزارت د مرستیال ویاند فواد امان په دې اړه رسنیو ته وویل: “د پاکستان راکټي بریدونه د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره تجاوز دی او همدارنګه د پاکستاني پوځیانو دغه کار د ټولو نړیوالو معیارونو او قوانینو خلاف دی، موږ له پاکستاني پوځیانو غواړو چې د افغانستان پر خاوره بریدونه بند کړي.”
دا په داسې حال کې ده چې د کونړ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني پوځیانو یو ځل بیا د دغه ولایت پر شلتن ولسوالۍ ۲۹ توغندي توغولي دي.
د کونړ د والي ویاند غني مصمم نن دوشنبه جولای۲۰ (چنګاښ ۳۰) رسنیو ته وویل چې له تېرې ورځې راهیسې د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د کونړ شلتن ولسوالۍ په چوګام او نورو سیمو ۲۹ توغندي ویشتل شوي دي.
نوموړی وايي، توغندي په شاړو ځمکو لګېدلي او د سر زیان یې نه دی اړولی.
د افغان چارواکو د معلوماتو په اساس پاکستاني ملېشو د تیرې جمعې په ورځ د کونړ د مرکز اسعد اباد په ګډون د مرورې او سرکاڼو ولسوالیو پر ځینو سیمو هم توغندیز بریدونه کړي و.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې شنبې په ورځ وویل چې په دغو بریدونو کې ۸ افغان ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت همدارنګه زیاته کړې وه چې د یو بېړني دیپلوماتیک اقدام په ترڅ کې پر کونړ ولایت د پاکستان راکټي بریدونه بند شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تیرې شنبې په ورځ ویلي و چې د یادو راکټي بریدونو په اړه اندېښنه یې په کابل کې د پاکستان سفارت او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه کړې ده.
پر همدې مهال د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون هم وايي، د دوی څېړنو له مخې د کونړ پر مرکز اسعد اباد او سرکاڼو ولسوالۍ پر ځينو سیمو د پاکستاني ځواکونو د توپچي (هاوان)۱۲ مرمۍ لګېدلي دي.
دغه کمېسیون پرون یکشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې په یادو بریدونو کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون ویلي چې په وژل شوو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پر کونړ ولایت د پاکستاني پوځیانو لخوا د راکټونو راویشتل غندلي او په دې اړه یې د اندېښنې په ښودلو له افغان حکومت څخه د جدي اقدماتو غوښتنه کړې ده.
یاد کمېسیون ویلي چې تیر کال هم پر کونړ د پاکستاني پوځیانو په بریدونو کې ۸ ملکي وګړي وژل شوي و.
پاکستاني چارواکو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

40 تبصرې

  1. viagra generico ou similar what mg of viagra should i take contre indications de viagra

  2. online viagra uk no prescription herbal viagra tablets best viagra source

  3. were to buy generic viagra purevigra.com como se pone la viagra

  4. viagra means tiger viagra product reviews how to buy viagra in the uk

  5. how to order viagra online in canada viagra generic in united states viagra 400mg online

  6. erectile pills without side effects
    erectile aliments
    erectile quality monitor

  7. sildenafil where to buy sildenafil 60mg buy sildenafil in usa

  8. college essays on diversity engineering homework help can you help me with my science homework

  9. academic research proposal latin homework college research paper

  10. generic viagra in australia ordering viagra online legal buy viagra by paypal

  11. writing a dissertation in a week essays gre help writing cover letter

  12. generic viagra online us how much is viagra per pill pfizer viagra 100mg online

  13. viagra samples from doctor sydney viagra prices free samples viagra genaric

  14. coupon viagra prescription viagra patent coupons for viagra

  15. approved canadian online pharmacies pharmacy online pharmacy without scripts

  16. canadian online pharmacies california pharmacy pharmacy discount card

  17. cheap erectile dysfunction pills online best erectile dysfunction pills mexican pharmacy

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: