د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان له ټاکل کېدو ۱۰ ورځې وروسته قطر ته تللی چې له طالب استازو سره وویني. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې محمد صادق خان د روانې میاشتې په ۱۶ او ۱۷ په دوحه کې د ملا عبدالغني برادر په ګډون له طالب استازو سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي. صادق خان په دې لیدنه کې ویلي، چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره خپل رول ته دوام ورکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې ځانګړي استازي يې له امریکا سره د طالبانو د سولې هوکړه لیک د ژمنو عملي کولو ستاینه هم کړې ده او ویلي یې دي، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ د بندیانو ازادول کولی شي د افغانانو ترمنځ د خبرو د ژر پیلېدو لپاره یو مهم ګام وي.
