شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د افغان کرېکټ ملي لوبډلې غړی نجیب ترکی ومړ

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې غړی نجیب ترکی ومړ

د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې په ورځ (د اکټوبر ۶) وویل، د افغان کرېکټ ملي لوبډلې غړی نجیب ترکی مړ شو.

نجیب ترکی د جمعې په ورځ (د اکټوبر دویمه) د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد کې کې غواګۍ یا سراچې موټر وواهه.

له هغه وخت راهیسې نوموړی په یوه ځايي روغتون کې په کوما حالت کې بستر و.

کرېکټ بورډ فیسبوکپاڼه کې د بیان له مخې، دې ادارې د نوموړي په مړینه خواشیني ښودلې ده.

افغان کرېکت بورډ د نوموړي مړینه نه جبرانېدونکې بللې ده.

خواله رسنیو کې هم د نجیب ترکي پر مړینه خپګان ښودل شوې او د کرېکټ لپاره یې ضایعه بللې ده.

د نوموړي خپلوانو فیسبوک کې لیکلي چې یوه جنازه یې د جلال اباد ښار شېرزي لوبغاړي او بله هم درونټه کې کېږي او هلته خاورو ته سپارل کېږي.

نجیب ترکی د افغان ملي لوبډلې چټک توپوهونکی و او په شل اورو لوبو کې لوبېده.

ویل کېږي نوموړي اولنۍ شل اوره لوبه پر ۲۰۱۴ کال د بنګله دېش خلاف ډاکه ښار کې کړې او وروستۍ لوبه یې هم تېر کال د همدغه هېواد مقابل کې کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: