چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د امریکا سنا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر حضور بحث او خبرې کړې دي

د امریکا سنا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر حضور بحث او خبرې کړې دي

د امریکا سنا په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر حضور بحث او خبرې کړې دي. دوی په خپله یوه غونډه کې د افغانستان د چارو شنونکو او کارپوهانو ته هم بلنه ورکړې وه. د امریکا سنا ویلي له طالبانو سره باید د سولې داسې هوکړه رامنځ ته شي چې د نږدې دوو لسیزو لاس ته راوړنې حفظ کړي. په ورته وخت کې د امریکا سنا ته ورغلو کارپوهانو ویلي چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو ایستل خورا خطرناک اقدام دی. دوی ویلي چې په افغانستان کې د ګاونډیو په تېره پاکستان او ایران لاسوهنه، د طالبانو جګړه ییز وضعیت، داعش ډله، القاعده شبکه او نور مسایل هغه څه دي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته پیاوړي کېدای شي. د سنا غړو هم د افغانستان د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له امریکايي حکومت یې غوښتي چې هر ګام په پوره مسوولانه توګه اوچت کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: