د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه د سپټمبر۱۸مه (وږې۲۸) په واشنګټن کې خبریالانو سره خبرو کې افغان طالبان کلک او هوښیار خلک بللي دي، او وایي دوی ورسره ښه معامله کوي.
رویټرز خبري اژانس پخپل راپور کې د ولسمشر ټرمپ له قوله ویلي:”موږ له طالبانو سره ښه معامله کوو،دوی ډير کلک او هوښیار دي، دوی ډير ګړندي دي، تاسو پوهیږئ چې له تیرو ۱۹ کلونو جنګ دی، هغوی هم له جګړې خسته شوي دي.”
نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتیرو شمېر هم ډېر ژر څه کم څلور زرو ته راټیټ شي.
بلخوا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار مک ماسټر ویلي چې ټرمپ له طالبانو سره لاس یو کړی دی او د نوموړي سیاست یې د افغان حکومت پر ضد بللی دی.
په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلنه جګړه چې د دغه هیواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي ولسمشر ټرمپ یې د پای ته رسولو هڅې زیاتې کړي دي.
د ښاغلي ټرمپ په مشرۍ حکومت کې د لومړي ځل لپاره د یادې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې چې د روان ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون هم لاسلیک شوو.
په یاد تړون کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتیرو وتل، د طالب بندیانو ازادول، له افغان خاورې څخه بیا امریکا او متحدینو ته یې ګواښ نه پېښېدل او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدل شامل و.
که څه هم دواړو لورو څو ځلې یو او بل د دوحې موافقې څخه په سرغړونې تورن کړي، خو بیرته یې د یادې موافقې پر عملي کولو چې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کده چې تیره اونۍ په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پيل شوې.
If you want to discover more about the bioenergy code
reviews,this video is about the bioenergy code
reviews information but also try to cover the following subject:
-the bioenergy code does it work
-is the bioenergy code a scam?
-the bioenergy code reviews
https://www.sekasao.go.th/sekaforum/viewtopic.php?id=155275