چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر د کتای ترانزیټي دهلېز د پرانیسل کېدو خبر ورکړی

د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر د کتای ترانزیټي دهلېز د پرانیسل کېدو خبر ورکړی

د ایران د ګمرکونو عمومي مدیر د کتای ترانزیټي دهلېز د پرانیسل کېدو خبر ورکړی دی. مصطفی ایتي ویلي چې هېواد یې د لومړي ځل لپاره د افغانستان او تاجکستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپل صادرات پیل کړي دي. د نوموړي په وینا، کتای ترانزیټي دهلیز د قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ جوړ شوی دی چې موخه یې د افغانستان او تاجکستان له لارې منځنۍ اسیا سره د ایران او نورو شریکو هېوادونو وصلېدل دي. د هغه په خبره، دا لار د څلور واړه هېوادونو لپاره خپل ارزښت لري خو د ایران لپاره یې مهم ارزښت دا دی چې ایراني سوداګر کولی شي له همدې لارې په ډېره ارزانه بیه او اسانه توګه خپل صادرات منځنۍ اسیا ته ولېږدوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: