جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د ایران ولسمشر وایي امریکا به ارو مرو د ایرانیانو غوښتنو ته تسلیمېږي

د ایران ولسمشر وایي امریکا به ارو مرو د ایرانیانو غوښتنو ته تسلیمېږي

د ایران ولسمشر وایي امریکا به ارو مرو د ایرانیانو غوښتنو ته تسلیمېږي. حسن روحاني د ملګرو ملتونو د پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت ددغه سازمان عمومي غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي د ایران حکومت او ملت په حقه دی او هېڅ وخت به د امریکا فشارونو ته تسلیم نه شي. هغه ویلي د امریکا راتلونکی ولسمشر به ارو مرو د ایرانیانو غوښتنو ته تسلیمېږي او ددغه هېواد حقوقو ته به درناوی کوي. نوموړي پر نړیوالو غږ کړی چې د امریکا د ځانغوښتنې مخه ونیسي او له غیر قانوني فشارونو یې مخنیوی وکړي. روحاني داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې دوه ورځې وړاندې امریکا تازه بندیزونه ورباندې وضع کړل او ایران یې په سیمه کې د ترهګرو ستر ملاتړی وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: