دوشنبه , سپتمبر 21 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د برېتانیا د عامې روغتیا وزارت مرستیاله په کرونا ویروس اخته شوې

د برېتانیا د عامې روغتیا وزارت مرستیاله په کرونا ویروس اخته شوې

د برېتانیا د عامې روغتیا وزارت مرستیاله په کرونا ویروس اخته شوې. د برېتانیا روغتیا وزارت مرستیالې د سه شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په کرونا ناروغي اخته ده او ځان یې په کور کې قرنطین کړی. ندین ډوریس وایي د معایناتو پایله یې مثبته وه نو ځکه یې ځان قرنطین کړی دی. ویل کېږي تر دې دمه په انګلستان کې د کرونا ۳۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۶ کسه مړه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: