پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / پاکستان / د بشري حقونو فعال وکیل فضل خان اېډوکېټ له یوه وسلوال برید څخه روغ وتلی

د بشري حقونو فعال وکیل فضل خان اېډوکېټ له یوه وسلوال برید څخه روغ وتلی

د بشري حقونو فعال، وکيل او د پېښور ارمي پبلک سکول د برید ښکار شویو د ټولنې – شهدا فورم – مشرفضل خان اېډووکېټ له وسله وال بریده روغ وتلی.

وسله والو د جولای پر ۲۱مه له پېښور سره نېږې د نوموړي پر موټر ډزې وکړې.

پولیسو پر نوموړي د برید په اړه لا څه معلومات نه دي ورکړي.

فضل خان د جولای پر ۲۲مه رسنیو ته وويل: “دوه کسان پر يو موټر سايکل سپاره ول. پر ما يې نهه ډزې وکړې. خو زه په ګاډي کې څملاستم او ځان مې بچ کړ. ګاډی ټول سوری، سوری دی خو زه خدای وساتلم. په ښیښه مې لاس زخمي شوی. خو [وسله والو] و نه وژلای شوم.”

فضل خان د ملکي او بشري حقونو لپاره د مبارزه کوونکي پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی هم دی.

د غورځنګ یوې بلې مخکښې غړې او د بشري حقونو فعالې ثنا اعجاز د جولای پر ۲۲مه پر فضل خان د برید ضد د احتجاج اعلان وکړ.

نوموړې د جولای پر ۲۱مه پر ټوېټر ولیکل چې د پېښور د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره کوې.

فضل خان وايي، د پېښور یوې تاڼې ته ورغی، خو وسله وال معلوم نه ول نو ځکه يې د نامعلومو کسانو ضد مقدمه دایره کړه افراد خلاف مقدمه درج کړې ده خو زیاتوي چې له “هېچا سره مې بد نه دی کړي. يوازې د خپل زوی لپاره انصاف غواړم.”

د فضل خان اېډوکېټ زوی صاحبزاده عمر خان د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر پېښور ارمي پبلک سکول په بريد کې وژل شوی وو.

په هغه برید کې ټول ۱۵۲ کسان وژل شوي ول چې پکې ۱۳۲ یې زده کوونکي ول.

تحریک طالبان پاکستان د هغه برید ذمه واري منلې وه.

د جولای پر نهمه د پېښور د ارمي پبلېک سکول برید د پلټنو عدالتي کمېشن خپل رپورټ سپریم کورټ ته وړاندې کړ.

د پېښور های کورټ د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر پر ۱۲مه د قاضي محمد ابراهیم خان په مشرۍ یو کسیز پلټنیز کمېشن جوړ کړی وو چې د اکتوبر پر ۱۹مه یې خپل کار پیل کړ.

فضل خان د جولای پر ۱۱مه د شهدا فورم په استازیتوب له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی وو چې د پلټنیز کمېشن رپورټ دې په ډاګه شي.

فضل خان وايي، له دې ډول حملو نه ویرېږي نو ځکه به د بشري حقونو لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: