د بلاروس پولیسو په دغه هېواد کې د پراخو لاریونونو د پاشلو تکل کړی دی. د وروستیو راپورونو له مخې پولیس په شخصي جامو کې د لاریون کوونکو لیکو ته ننوځي او تر دې دمه یې لسګونه لاریون کوونکي نیولي دي. په بلاروس کې زرګونه کسان د وروستیو ولسمشریزو ټاکنو په غبرګون کې په لاریون بوخت دي. دوی وایي چې لوکاشینکو له ۲۶ کلونو راهیسې په واک کې دی او اوس یې هم په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده نو ښه به وي چې له دندې یې استعفی ورکړي. پولیس بیا وایي دوی به له ټولو امکاناتو په استفادې د لاریونونو د ختمولو لپاره ګام اخلي.
