دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د ثبات او همپالنې ډله د سیاسي کړکېچ د حل لپاره طرحه نن بشپړوي

د ثبات او همپالنې ډله د سیاسي کړکېچ د حل لپاره طرحه نن بشپړوي

په افغانستان کې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډله وايي، هغوی له ارګ سره د سیاسي لانجو د حل لپاره خپله طرحه د اپرېل پر ۲۵مه بشپړوي.

د یادې ډلې یو غړي رجب علي دانش پرون ویلي چې د سولې، نا امنۍ او اقتصادي وضعیت او کورونا وایرس اړوندو اندېښنو د لرې کولو لپاره پرېکړه شوې چې دواړه ډلې همکاري سره وکړي.

تر دې وړاندې د ولسمشر اشرف غني یو ویاند دواخان مینه پال د اپرېل پر ۲۳مه رسنیو ته ویلي وو چې د حکومت مشران هڅه کوي چې سیاسي لانجې د خبرو له لارې حل شي.

په افغانستان کې سیاسي لانجې له هغه وروسته زیاتې شوې چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اشرف غني ولسمشر اعلان کړ خو ډاکټر عبدالله عبدالله یې له منلو انکار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: