سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / بلوچستان / د حکومت له کمزوریو په کټې اخستو پوځ هڅه کوي د سي پیک واک لاس کې واخلي

د حکومت له کمزوریو په کټې اخستو پوځ هڅه کوي د سي پیک واک لاس کې واخلي

د برتانیې مشهورې ورځپاڼې فاینانشل ټایمز پخپل یو تازه رپوټ کې ویلي چې د چین پاکستان د 62 اربه ډالرو اقتصادي منصوبې سېپیک پر سر د پاکستان د پوځ او سېول حکومت تر منځ سیالي روانه ده او پوځ غواړي دغه منصوبه پخپل لاس کې واخلي.

ورځپاڼه لیکي د پوځ ملاتړي- چې له بېجنګ سره نیژدې اړیکې لري- د عمران خان د حکومت له کمزوریو په ګټې اخیستو د یو داسې قانون جوړولو هڅه کوي چې پوځ ته د چین ددې لویې اقتصادي منصوبې مشري او پر هغې پراخ کنټرول ورکړي.

د ورځپاڼې د خبر له مخې د سیپېک اتارټي په نامه په دې قانوني مسوده کې وړاندیز شوی چې د دې منصوبې د انتظام لپاره دې یو پوځي افسر ته یو نوی پوسټ ورکړل شي چې د دې منصوبې د بشپړولو کار تېز کړي.

فاینانشل ټایمز ورځپاڼه وایي په دې قانوني مسوده کې لیکل شوي چې د سیپېک نوې اتارټي له چین پاکستان اقتصادي لارې سره په تړلو ټولو چارو “پلان جوړولو، عملي کولو، پراخولو، جبري کولو، کنټرولولو، سنبالولو، همږغي کولو، څارلو، ارزولو او تر سره کولو کې باید ذمه واره وي”.

ورځپاڼه لیکي د دې وړاندیز شوي قانون له مخې به حکومت پوځ ته د دې منصوبې لپاره میدان نور هم تش ور پرېږدي، ځکه چې وایي تېر کال یې د پارلمان له منظورۍ پرته د یوه صدارتي فرمان له لارې د سیپېک کنټرول تر لاسه کړ.

د دفاعي چارو څېړونکې او د پاکستان پر پوځ د کتاب لیکواله عایشه صدیقه وایي،‌ د پاکستان پوځ بې له احتسابه خپلې پرېکړې کوي چې وایي دا ډېره خطرناکه خبره ده. نوموړې فاینانشل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:

“دوی [پوځ] په بنیادي توګه له حکومت سره برابره یوه نوې اداره جوړوي، موږ د یوې مخلوطې مارشلا په مرحله کې یو، دا د قومي وسایلو د اوږدمهاله عزم مسئله ده”.

فاینانشل ټایمز وایي د پوځ له خوا دغه پرمختګونه د پاکستاني پوځ زیاتېدونکی اغېز وروسته هغه ښکاره کوي چې عمران خان د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره تېز ګامونه واخیستل او مخ په ځوړ اقتصاد یې و ژغوره.

د اپوزیشن مسلم لیګ نواز ګوند د قومي اسمبلۍ غړی او د منصوبه بندۍ پخوانی مرکزي وزیر احسن اقبال وایي، د سیپېک وړاندیز شوی واک “تر ضرورت زیات” دی، چې وایي پوځ ته له نورو ذمه واریو سپارلو سره یې سېول حکومت کمزوری کړ:

“د عمران خان نااهله حکومت زموږ سېول اداره تباه کوي او د پوځ پر اوږو اضافي بار اچوي، موږ به ضرور په دې اړه خپلې اندېښنې وړاندې کوو، موږ د دې په حق کې نه یو، سېپیک د ملکي حکومت تر اختیار لاندې راځي”.

د چین د بیلټ اینډ روډ [پټۍ او سړک] منصوبې پلویان وایي، سیپېک به د پاکستان د اړتیا وړ بنیادي ډانچې ته وده ورکړي او دا به یې اقتصاد په داسې حال کې لوړ کړي چې اسلام اباد د نړیوالو سرمایه کارانو د را بللو لپاره هڅې کوي.

خو امریکا بیا پر سیپېک منصوبه نیوکې کوي او دا د پورونو یوه رسۍ ګڼي چې وایي دا به اسلام اباد بېجینګ ته ور وتړي.

ناقدین وایي که څه هم د سیپېک نوې اتارټي به اوس هم د منصوبې د کارونو په اړه عمران خان ته رپوټ ورکوي، خو وایي د پوځ تر نظارت لاندې دا اداره به پراخ اختیار ولري چې د ملکي حکومت له څارنې پرته خپل تعمیراتي پروګرام عملي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: