سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د خپل منځي خبرو پېل لپاره د افغان دولت پلاوی قطر ته رسېدلی

د خپل منځي خبرو پېل لپاره د افغان دولت پلاوی قطر ته رسېدلی

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، په دوحه کې له پیلېدونکو بین الافغاني خبرو د مثبتې پایلې هیله لري او د افغانانو هیله هم همدا ده چې دا خبرې د سولې سبب وګرځي.

له کابله دوحې ته د سفر پر مهال ښاغلي عبدالله وویل: ”سولې ته د رسېدو لپاره خبرې ښايي اوږدې شي او باید حوصله ورته ولرو. ”

بل لور ته د مرکچي پلاوي غړي وايي، د دوی لپاره به د خبرو له پیل سره سم پر اوربند ټینګار لومړیتوب ولري.

له پلان سره سم به د افغان حکومت مرکچي پلاوی او د طالبانو مرکچي پلاوی به په یوه هوټل کې وي او په پرانیستغونډه کې ګډون کوونکي مېلمانه او خبریالان به په بېل هوټل کې وي.

ټاکل شوې دغه خبرې د شنبې پر ورځ دوحه کې پیل شي. د افغانستان د روغې جوړې ملي شورا وايي، پر اوربند او د جمهوریت د ارزښتونو پر ساتلو ټینګار به په دغو خبرو کې د افغان پلاوي لومړۍ غوښتنې وي.

د افغان دولت د ۱۹ کسیز پلاوي مشري معصوم ستانکزی او د طالبانو د ۲۱ کسیز پلاوي مشري عبدالحکیم حقاني کوي.

بهرني چارواکي به هم پرانیستونکې غونډه کې ګډون کوي:

د دغو مذاکراتو په پرانیستغونډه کې به د افغانستان د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله او د افغانستان، امریکا او قطر د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي.

ملګرو ملتونو د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو هرکلی کړی او له مرکچیانو یې غوښتي چې له دې فرصته د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره پوره ګټه واخلي.

ټاکل شوې چې دا ناسته په دوحه کې درې ورځې دوام وکړي او د ډیپلوماټیک کلتور له مخې لومړۍ ورځ د پرانیستنې ویناوو ته ځانګړې شوې ده.

د روغې جوړې د ملي شورا ویاند فریدون خوځون وویل چې، د دې شورا مشر عبدالله عبدالله او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر د افغان دولت د پلاوي ملګرتیا کوي.

سرچینې وايي چې د بین الافغاني مذاکراتو پرانیست غونډه کې به د قطر د بهرنیو چارو وزیر عبدالرحمان ال ثاني، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د افغانستان د روغې جوړې ملي شورا مشر عبدالله عبدالله مرکزي ویناوال وي.

د روغې جوړې ملي شورا وايي، تر اوسه جوته نه ده چې ښاغلی عبدالله به له ښاغلي برادر سره وګوري او که نه.

د ملي امنیت د پخواني مشر معصوم ستانکزي په مشري د افغان پلاوي شمېر له ۲۱ کسانو ۱۹ ته کم شوی دی.

د حزب اسلامي ګوند استازی غیرت بهیر او فاطمه ګیلاني له پلاوي سره قطر ته نه دي تللي.

د یاد ګوند یوه غړي ویلي، همغه ډول چې د دغه ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د روغې جوړې په ملي شورا کې خپل ګډون رد کړی و، ښاغلی بهیر هم نه غواړي چې د دولت د مرکچي پلاوي غړی وي.

سرچینې وايي چې د افغان سرې میاشتې پخوانۍ مشره فاطمه ګیلاني د ناروغۍ له امله له پلاوي سره نه ده تللې.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مشر او د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي دوحې ته له سفر څو شیبې وړاندې وویل، د افغان دولت پلاوی د اوربند او د جمهوریت د ارزښتونو د ساتلو په هیله دوحې ته ځي.

د سولې چارو د وزارت سرپرست سید سعادت نادري، د ولسمشر غني سلاکاران محمد رسول طالب او متین بیګ، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ضرار احمد عثماني، د مالیې سرپرست وزیر عبدالهادي ارغندیوال او د جمعیت ګوند مرستیال کلیم الله نقیبي د افغان مرکچي پلاوي غړي دي.

ورسره د ولسي جرګې پخواني غړي محمد حفیظ منصور او غلام فاروق مجروح، د علماو شورا غړی عنایت الله بلیغ او د جنبش اسلامي ګوند مشر باتور دوستم هم د دې پلاوي غړي دي.

د وحدت ګوند غړی محمد ناطقي، نظامي جنرال ایوب انصاري، د جهادي مشر عطامحمد نور زوی خالد نور او شیعه مذهبي عالم امین احمدي هم د افغان دولت د پلاوي نور غړي دي.

په دې پلاوي کې بیا د سولې د عالي شورا پخوانۍ مرستیاله حبیبه سرابي، د ټاکنو د کمېسیون پخوانۍ کمیشنره شریفه زرمتۍ، د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د افغان مېرمنو په استازیتوب د دې پلاوي غړې دي.

د طالبانو د ۲۱ کسیز پلاوي مشري بیا عبدالحکیم حقاني کوي.

وړاندې طالبانو ویلي و، چې دوی د خبرو د بهیر د ښه پر مخ بیولو او د بشپړې سولې راوستلو هوډ لري.

طالبانو له هغې وروسته خبرو ته چمتووالی وښود چې د بندیانو وروستي شپږ کسان یې قطر ته ورسېدل. د دې بندیانو خوشي کولو سره فرانسې او اسټرالیا د دوی د وګړو وژلو کې د لاس درلودو له امله مخالفت ښودلی.

بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د قطر په دوحه کې د افغان غاړو ترمنځ د را روانومخامخ خبرو هرکلی کړی دی.

افغانستان کې د یوناما استازې ډیبرا لاینز ویلي، له ټولو افغان مشرانو او مذاکره کونکو غواړي چې له دغه تاریخي فرصت څخه په ګټه اخیستو جګړه پای ته ورسوي او د سولې او هوساینې یو نوی پړاو پیل کړي.

نوموړې په یوه اعلامیه کې زیاته کړې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ډله یو بیساری فرصت لري چې د خپلو ډېرو هېوادوال

و ژوند وژغوري او خپل هیواد له بې وزلۍ او بدبختۍ څخه را وباسي.

نوموړې وايي، ملګري ملتونه به هملته وي چې د اړتیا په صورت کې دهغوی ملاتړ وکړي.

په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې داسې مهال پيلیږي چې نن د سپټمبر ۱۱مه ، د امریکا پر سوداګریزو مرکزونو د القاعدې ډلې د بریدونو ۱۹ کاله پوره کېږي، هغه برید چې په غبرګون کې یې امریکا پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ.

بل لور ته د ناټو سرمنشي وایې د سولې له خبرو ملاتړ کوي او تمه لري چې نور افغانستان د سولې او ثبات خاوند شي.

ینس سټولټربرګ وایې:

” دا تاریخي فرصت دی او د افغانانو په مشرتابه د افغانانو تر منځ خبرې به د دغه هېواد راتلونکی ټاکي. د نوموړي په خبره دغه خبرې باید د ښځو، ماشومانو، عدالت او د ټولو امنیت او خوندیتوب لپاره د تېرو دوو لسیزو لاسته رواړني وساتي. ”

نوموړي وویل چې د افغان ځواکونو سره د روزنې او تجهیز په برخه کې همکار کوي ”چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره پر خوندي ّځای بدل نه شي. ”

ټرمپ: له تېرې فبرورۍ راهیسې په افغانستان کې څوک نه دي وژل شوي

ډونلډ ټرمپ وايي، مایک پمپیو هم پرانیست غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ وايي، د افغانانو خپلمنځي خبرو پرانیسته کې به د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ګډون وکړي.

افغان حکومت او طالبانو دواړو منلې، چې د افغانانو تر منځ به د سولې خبرو پرانیست غونډه د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.

ډونلډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د دې خبرو په هکله وویل، مایک پمپیو هم دې خبروکې برخه اخلي:

“ډېر ویاړ سره اعلانوم چې د بهرنېو چارو وزیر مایک پمپیو به د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره نن دوحې ته په تاریخي سفر ځي . مونږ هغوی سره له ښایسته ډېر وخته په خبرو کې یو.”

ولسمشر ټرمپ په دې خبرو کې دا هم ویلي، چې د ده معلومات ښيي چې په افغانستان کې له تېرې فبرورۍ راهیسې هیڅوک نه دي وژل شوي، خو نوموړي وضاحت نه دی کړی، چې څوک یادوي. ښاغلی ټرمپ وايي:

”ما ته نن سهار یو رپوټ ورسېد چې وايي، له تېرې فبرورۍ راهیسې په افغانستان کې هېڅوک نه دي وژل شوي. دا اوږده موده ده، هیڅ مړینه نه شته، هېڅ ستونزه نه شته او په افغانستان کې یو شمېر پرمختګونه شوي دي، خو موږ به ډېر ژر د خپلو پوځیانو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته راټیټ کړو. ”

د ولسمشر ټرمپ له څرګندونو مخکې پخپله مایک پمپیو یوه ټوېټ کې د سپټمبر پر ۱۲ د افغانانو د سولې خبرو پیلېدو هرکلی کوي:

“دا یوه یوه تاریخي شېبه ده او افغانستان د څلوېښتو کلونو جګړې او وینې بهېدو د پای ته رسولو تر ټولو ښه چانس ترلاسوي.”

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغان حکومت او طالبانو د دې ګام هرکلی کړی چې د سپټمبر پر ۱۲ خبرې پیلوي.

نوموړي هم خپل ټوېتر کې دا خبرې د افغانستان د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره تاریخي چانس بللی دی، چې د ده په خبره، پوځي حل نه لري او ډېر افغانان پکې ووژل شول:

“دې ځای ته رسېدل اوږد او سخت مزل و. مهمې لاسته راوړنې هیڅکله هم اسانه نه وي. اوس د افغان مشرانو مسوولیت دی چې دغه شېبې سمې وکاروي او دا وحشي او بې ګټې جګړه پای ته ورسوي. “

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: