یکشنبه , سپتمبر 20 2020
کور / خبرونه / د روغتیا نړیوال سازمان:تازه څرګندونې ښایي چې له دوه ورځو راهیسې د کرونا مثبتې پېښې بیا په زیاتېدو دي

د روغتیا نړیوال سازمان:تازه څرګندونې ښایي چې له دوه ورځو راهیسې د کرونا مثبتې پېښې بیا په زیاتېدو دي

په نړۍ کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې یو ځل بیا مخ پر زیاتېدو دي. د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د دویم ځل لپاره مخ په بره روانې دي او شمېره یې ډېرېدونکې ده. دغه سازمان له حکومتونو غواړي چې په خپلسرې توګه دې بندیزونه نه ختموي او په دې توګه دې میلیونونه انسانان د مرګ خولې ته نه ټېل وهي. د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په ټوله نړۍ کې د مثبتو پېښو شمېر ۱۴۴۲۲۴۸۶ ته رسېدلی دی. همدا راز تر دې دمه ۶۰۴۸۲۳ کسه په ټوله نړۍ کې د کرونا له امله مړه شوي هم دي. د مړینې او مثبتو پېښو تر ټولو لوړې شمېرې په امریکا، برازیل او هند کې ثبت شوې دي.

يوه تبصره

  1. Excellent beat ! I would like to apprentice at the same time as you amend your site, how can i subscribe for a weblog web site?The account helped me a appropriate deal. I had been a little bit familiar of this your broadcast provided vivid clear idea

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: