جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه / بين المللي / د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې د کرونا ویروس خطر خورا جدي دی

د روغتیا نړیوال سازمان: په نړۍ کې د کرونا ویروس خطر خورا جدي دی

د روغتیا نړیوال سازمان وایي په نړۍ کې د کرونا ویروس خطر خورا جدي دی. ددغه نړیوال سازمان چارواکو رسنیو ته ویلي چې کرونا ویروس په خورا چټکتیا د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د پراختیا په حال کې دی. دغه سازمان پر هېوادونو غږ کړی چې ددې نړیوالې پديدې پر وړاندې دې هڅې سره همغږې کړي او د خپلو خلکو د ساتنې لپاره دې جدي اقدامات وکړي. په ایټالیا کې بیا د نورو هېوادونو په پرتله د کرونا ویروس پراختیا خورا چټکه ده. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۹۳ کسه وژلي چې په دې سره په یاد هېواد کې د وژل شوو شمېر ۴۶۳ ته ورسېد. د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې کرونا په ټوله نړۍ کې ۳۸۰۰ کسه وژلي او ۱۱۰۰۰۰ مثبتې پېښې یې ثبت شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: