جمعه , اګست 14 2020
کور / خبرونه / پاکستان / د رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمن وايي د راروانې میاشتې لومړۍ نېټه به د لوی اختر ورځ وي

د رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمن وايي د راروانې میاشتې لومړۍ نېټه به د لوی اختر ورځ وي

د پاکستان د مرکزي رویت هلال کمېټۍ مشر مفتي منیب الرحمن وایي، لوی اختر به د اګست په لومړۍ نېټه د شنبې- خالي په ورځ‌ وي، چې د 1441 هجري کال د ذالحجې یا د لوی اختر د میاشتې له لسمې سره برابره ده.

نوموړي‌ رسنیو ته ویلي، د میاشتې لیدو لپاره یې د کمېټۍ غونډه وشوه خو وایي د میاشتې لیدو شواهد یې تر لاس نه کړل او د جولای پر ۲۳مه به د ذالحج د میاشتې لومړۍ نېټه وي.

خو د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ مرکزي وزیر فواد چودري په تېره جون میاشت کې ویلي وو، چې لوی اختر به د جولای پر 31مه لمانځي.

فواد چودري په یوه ټویټ کې ویلي، چې د جولای پر ۲۱مه به د کراچۍ په شاوخوا کې میاشت ولیدل شي، خو وروسته یې د میاشتې لیدو او د جولای پر31مه د اختر لمانځلو سرکاري اعلان نه دی کړی.

يوه تبصره

  1. Science Fiction Radio Shows Talking To Strangers Key Points

    Review my site book epub (https://marytrumpbookreviews.blogspot.com/)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: