پنجشنبه , جنوري 21 2021
کور / خبرونه / د زیارت ماربل پېښه! د مجرم د اتل کېدلو موقعلیکنه: مهاجر زاهد ساپی

د زیارت ماربل پېښه! د مجرم د اتل کېدلو موقعلیکنه: مهاجر زاهد ساپی

اړینه ګڼم چې ځینې خبرې د ملګرو مخې ته کېږدم دا چې دوه ورځې وړاندې د مومندو ایجنسۍ د زیارت کلي د ماربلو د کدان غمیزه چې ګڼ شمېر ځوانان پکې مړه او ځینې ټپیان شول دې خواشینوونکې حادثې ډېری زړونه مجروح کړي ډېری کورونه ویجاړ شول په سیمه کې د غم فضاء خوره ده.

خو بل لور ته ځینو خلکو د دغې پېښې نه یو تجارت، سیاست، شهرت او د پوځ لوېدلی مرال بېرته راپورته کېدو او محبت یې د خلکو په زړونو کې ځای کولو کوشش کوي هر سړی د خپلې برخې کریډیټ ځان ته وهلو په هڅه کې دی ډېری حکومتي عهدیداران او ځینې نام نهاد امیدواران فقط د دې لپاره د پېښې ځای ته لاړل چې راتلونکې کې د دغو قامونو رایه خپله کړي او هلته یې د نمایش لپاره ویډیوګانې جوړې کړې.

ځینو خلکو پکې بیا د هغه پوځ ستاینه وکړه چې د چا له لاسه ولس در پدر دی، د چا له لاسه چې د مامد ګټ کیمپ ترڅنګ ۳۸ شهیدان سپین ږیري، سیاسرې او ماشومان د د یو اجتماعي قبر په ډول تر خاورو لاندې دي، د چا له لاسه چې د مومند قام هر ځوان او سپین ږیري څو څو وارې جیل تېر کړی چې د ځینو ځوانانو یې لا اوس هم درک نشته، مونږ ته د دغه محافظ پوځ ستاینه کېږي چې د زیارت د ماربلو د کدانونو نیمایي برخه (ټیکس) یې همدغه پوځ ته ځي خو بیا هم د محافظ پوځ په شتون کې تر څلورویشتو ساعتونو وروسته د پیښې ځای ته اړین وسایل رسیږي مړي او ټپیان راویستل کېږي.

د یو وګړي تصویر مې ولیده چې تر پنځویشتو ساعتونو وروسته ژوندی موندل شوی نو څه فکر کوئ که دا اړین وسایل په وخت د موقعې ځای ته رارسیدلی وی د دغه هلک غوندې به د څو نورو ځوانانو ژوند هم ژغورل شوی وی

دا پېښه که پنجاب کې شوې وی نو ھلته به ھم څلورویشت ساعته وروسته ریسکیو واله راغلي وی؟
نانا ھلته به وزیر اعلی او لومړی وزیر راغلی وی، ھلته به په لومړي فرصت کې پوځ راغلی وی او دا قربانیان به یې په دوہ ساعته کې رابهر کړي وی
د صوبایي حکومت لخوا به بېل امدادي اعلان شوی وی او دغه شانه د مرکزي حکومت لخوا به بیل امدادي پیکج اعلان شوی وی.

او له دې سرہ سرہ به د دې ځای د حفاظت په نوم یو غټ پیکج اعلان شوی وی

په دې سربېرہ به د قامي اسمبلۍ اجلاس رابلل شوی د حفاظتي موخو په نوم بہ یو ِبل ھم منظور شوی وی او دغه شانه به په سینټ کیږې ھم د دې حادثې په پار یو مذمتي قرارداد منظور شوی وی اجتماعي دعاء به شوي وی.

ٹي وي چینلونو خو به بیخي اسمان په سر اخستی وی او د بیل بیل شهید د کورنۍ سرہ به خصوصي مرکې شوې وی او د ھغوی غربت به یې ټولو پاکستانیانو ته په ډاګه کړی وی چې خیریہ ادارې ورسرہ مرسته وکړي

آیا دلته د کومې خیریه ادارې د راتلو امکان شته؟؟
نا کنه دلته به خیریه ادارې ولې راځي دلته یې د غریبانانو سرہ په مرسته کې کومه ګټه دہ.

حتی د پښتنو خیریه ادارې ھم دلته نه راځي ځکه چې نه خو ترې په دې عام پاکستانیان خوشالیږي او نه ورته عام پاکستانیان او حکومت او میډیا په دې سره کوم کریډیټ ورکوي

خو بهرحال دا یوه تقدیري معامله وه؛ اوس یوې خواته د دغو ګلالیو ځوانانو مړینه یوه لویه ضایع او دروند غم دی چې د سیمې د خلکو زړونه یې په پنجو کې اخیستي خو بلې خواته چې بیا د دې محافظ پوځ ستاینه د خپل قام د وګړو له خولې اورم نو زړه مې ټق مات شي چې ځینې خبرې ولې دومره ژر هیرې شي چې د دې پوځ له لاسه د زیارت په غره کې د وژل شویو ځوانانو په څېر په زرګونه ځوانان یا خو په جعلي مقابلو کې وژل شوي او یا هم زندانونو خوړلي چې د مرګ او ژوند درک یې هیڅ نشته.

له بدہ مرغه زمونږ د ملک اسټیبلشمنټ ټول پښتانه او قبایل یوازې د قربانۍ په وخت په پام کې راولي او دا ګڼي چې پښتانه د مړه کېدلو نه علاوہ بل کوم څه ته ضرورت نه لري

لومړی خو پکار وہ چې داسې د امدن زرائع چې د مومندو سرکاري انتظامیه پکې په لکونو کروړونو مالیه اخلي د اسلام آباد د مارګلې غوندې مشینونه ورکړي وی احتیاطي او حفاظتي انتظامات یې شوي وی خو د ھغې خو دلته هیڅ امکان نشته ځکه چی دا پښتانه او قبایل دي د دوی د مرګ او قربانۍ سربېره نور هیڅ شي کې حق نشته.

بیا ھم د دومرہ لویې حادثې نه وروسته د ریسکیو کارکونکي دومرہ ناوخته رارسیدل چې د سیمې خلکو تر خپله وسه ځینې مړي ټپیان له ملبې څخه د باندې ویستلي وو.

دا حالات او واقعات مونږ ته یو لوی پېغام راکوي خو له بده مرغه چې یا خو مونږ په دې هرڅه د ډار او وېرې له امله ځان نه پوهول غواړو او یا نه پوهېږو

يوه تبصره

  1. If you want to discover more about the bioenergy code reviews,this
    video is about the bioenergy code reviews information but also try to cover the following subject:
    -the bioenergy code does it work
    -is the bioenergy code a scam?
    -the bioenergy code reviews

    https://thegambleis.com/report/1410545

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: