چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د سالنګونو لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

د سالنګونو لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلین وايي، د درندو واورو اورېدو او سختو بادونو له امله د سالنګونو لویه لار د تيري شپې راپدېخوا د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
دغه ریاست د دوشنبې په ورځ د مرغومې پر ۲۳مه ویلي، چې د ډېرې واورې اورېدو او توپان راتلو له امله ټول مسافرین او وسایط یې خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست ویلي، چې اوس مهال په دواړو طرفونو کې واوره درېدلې خو سخت توپان د واورې پاکولو عملیات له ستونزو سره مخ کړي دي.
یاد ریاست له ټولو هغو کسانو څخه چې پر دغه لار تګ راتګ کوي غوښتي چې د وضعیت تر ښه کېدو پوري پر دغه لار له تګ څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ـ کندهار لویه لار هم د سختو واورو اورېدو له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: