چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / افغانستان / د سالنګ لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده

د سالنګ لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده

د سالنګونو د ساتنې مسوولین وایي چې په شمالي سالنګ کې د سخت توپان او په جنوبي سالنګ کې د واورې د سخت ورښت له امله لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده. سرچینه کاږي چې د انساني تلفاتو د مخنیوي په موخه یې دا کار کړی دی او همدا چې د واورې ورښت ورو شي د لارې د خلاصولو چارې پيلېږي. سالنګ د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي چې هر ژمی د سختو ورښتونو له امله څو څو ځله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: