سه شنبه , اپریل 7 2020
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / د سوريې او ترکي ځواکونه ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د سوريې او ترکي ځواکونه ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده

د سوریې په ادلب کې د ترکي او سوریايي ځواکونو ترمنځ تازه نښتو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې د ترکیې په راکیټي او هوایي بریدونو کې د سوریې ۷۶ نظامیان وژل شوي دي. دا بریدونه د هغه بریدونو په ځواب کې شوي چې له امله یې ۶ ترکي عسکر وژل شوي وو. ادلب د ترکیې له پولې سره نږدې ولایت دی چې څه موده وړاندې ترکي پوځیان د خپل هېواد د امنیت لپاره دغه ښار ته ننوتل. اوس د سوریې حکومت غواړي دغه سیمه له ټولو مخالفو وسله والو او ترکي عسکرو پاکه کړي. د ترکیې او سوریې ترمنځ په دغه سیمه کې نښتې اوس هم دوام لري او سوریه ددې غوښتونکې ده چې ترکي ځواکونه له ادلب او نورو سیمو ووځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: