چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / پېښې او جرمونه / د شمالي وزیرستان په همزوني سیمه کې یو قومي مشر وژل شوی

د شمالي وزیرستان په همزوني سیمه کې یو قومي مشر وژل شوی

د شمالي وزیرستان په همزوني سیمه کې يو قومي مشر وژل شوی دی.

د پوليسو يو افسر چې له رسنيوو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د جولای پر ۲۲مه یې د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، چې وژلی تن ملک افسر نومېده او پر هغه ‌ډزې کوونکي تښتېدلي دي.

د ده په خبره، برید د جولای ۲۱مې پر ماښام وشو.

د برید ذمه واري تر دې دمه چا نه ده منلې.

د ځینو رسنیو کره شوشو شمېرو ترمخه د ۲۰۲۰ز کال پر مهال په شمالي وزیرستان کې ۲۱ او په ۲۰۱۹ز کې ۵۱ هدفي بريدونه شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: